پخواني امريکايي پوځي:

د افغانستان د اوسنی وضعیت مسوول بایډن او د هغه ناکامه اداره ده

1 قوس 1400 ساعت 14:02

د امریکا د پوځ یو متقاعد ډګروال اندرو میلبرن وايي، په هغه صورت کې، چې د امریکا پوځي چارواکي د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په خطر پوهېدل باید د ولسمشر بایډن پر وړاندې درېدلي واي.


د امریکا د پوځ یو متقاعد ډګروال اندرو میلبرن وايي، په هغه صورت کې، چې د امریکا پوځي چارواکي د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په خطر پوهېدل باید د ولسمشر بایډن پر وړاندې درېدلي واي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډګروال اندرو میلبرن دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې کړې او د افغانستان د اوسنی وضعیت مسوول یې بایډن بللی دی.

نوموړي ویلي«کله چې د امریکا پوځي چارواکي پوهېدل، چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي، نو باید د بایډن د تصمیم د بې ځایه سرتمبګي پر وړاندې درېدلي وای او په ډېر عزت یې استعفا وړاندې کړې وای.»

میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی وايي، امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې.

دغه پخواني امریکايي پوځي ټینګار کړی چې افغانستان نه یوازې د امریکا بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم ډېر مهم دی.

خو په وینا یې سپینې ماڼۍ دا ستراتېژیک هېواد په خیرات کې خپلو رقیبانو ته پرېښود او هلته یې کړي لګښتونه له خاورو سره خاورې کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com