طالبانو د برېتانیا د لومړي وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ

1 قوس 1400 ساعت 14:05

افغانستان د بریټانیا د لومړي وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل په اړه کړې وې.


افغانستان د بریټانیا د لومړي وزیر بورس جانسون د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل په اړه کړې وې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د بوریس جانسن د دریځ ستاینه کوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د بریټانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی او ټولو نړیوالو اصولو ته ژمن دی.

د بریټانیا لومړي وزیر څو ورځې وړاندې خپل پارلمان ته ویلي و، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره باید تعامل وشي.

نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې له مېرمنو سره عادلانه چلند وکړي او د غوښتنو پوره کېدو ته یې پام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144887

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com