احمد الله وثیق: د ټاپي پروژې کار به ژر پیل شي

2 قوس 1400 ساعت 8:57

اسلامي امارت د ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا مهمه بولي او ډاډ ورکوي، چې د دغه پروژې چارې به ډېرې ژر پیل شي.


اسلامي امارت د ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا مهمه بولي او ډاډ ورکوي، چې د دغه پروژې چارې به ډېرې ژر پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پرون دوشنبې د لیندۍ اوله په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

ښاغلي وثیق په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري او کار به یې ډېر ژر پیل شي.

باید و ویل شي، چې ټاپي پروژه په کال ۲۰۱۶ م کې د افغانستان، هند، ترکمنستان او پاکستان د وخت د ولسمشرانو له خوا پرانستل شوه.

د دغه پروژې په بشپړېدو سره به د ۱۸۰۰ کیلومتره واټن سره په کال کې کابو ۳۳ میلیارد مکعبه ګاز د ترکمنستان له ګالکنش څخه تر هند پورې لېږدول کېږي.

د یادې پروژې چارې په ترکمنستان کې د ننه درې کاله وړاندې سر ته رسېدلې، خو په افغانستان کې یې لا هم چارې نه دي پیل شوې.

که دا پروژه تر سر شي، نو افغانستان به د کال پنځه میلیارد متره مکعبه ګاز تر لاسه کوي او تر ډېره به یې ورسره د ګازو د کمښت او برقي انرژۍ ستونزې حل شي.

د ټاپي پایپ لاین د افغانستان، له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه به پاکستان ته غځېږي او له هغه ځایه به تر هندې پورې ورسېږي، چې افغانستان به د کال له ۴۰۰ میلیون ډالرو زیات ترانزیټي حق ترې اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com