پاکستان له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي

2 قوس 1400 ساعت 9:14

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد به یې له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې بشري مرسته وکړي.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد به یې له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې بشري مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پرون یې د کابینې له غړو سره په یوه غونډه کې هغه فرمان لاسلیک او تایید کړ، چې له مخې به یې افغانستان سره پنځه میلیارده پاکستانۍ کلدارې مرسته وکړي.

عمران خان ویلي، دوی له افغانستان سره د بشري مرستو ملاتړي دي او د نړۍ پر هېوادونو یې غږ کړی چې له دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د یادونې ده، چې پاکستان څه موده وړاندې د دغه بشري مرستې د ورکړې ژمنه کړې وه، خو لومړي وزیر عمران خان اوس په رسمي توګه تایید کړې ده.

پاکستان د امریکا له کانګریس هم غوښتي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دې تر دې نور نه ترینګلی کوي او د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو لپاره دې لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com