سعودي عربستان هم کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

2 قوس 1400 ساعت 9:29

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې سعودي عربستان به هم ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او فعالیت به پیل کړي.


عربي رسنیو راپور ورکړی، چې سعودي عربستان به هم ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او فعالیت به پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عربي رسنیو زیاته کړې، سعودي عربستان تر درې میاشتني ځنډ وروسته تازه پرېکړه کړې چې په کابل کې خپل ديپلوماتیک ماموریت بېرته پيل کړي.

په راپور کې ویل شوي، ډېر ژر به سعودي عربستان خپل سفارت په کابل کې پرانیزي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم ډېری هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل خو ورو ورو د ځینو سفارتونو پرانیستل کېدل پیل شوي دي.

تازه متحده عربي اماراتو خپل سفارت پرانیستی او داسې راپورونه خپاره شوي چې آلمان به هم ډېر ژر خپل سفارت پرانیزي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه به هم ډېر ژر خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com