چین له افغانستان سره پنځه زره ټنه خوراکي توکي مرسته کوي

2 قوس 1400 ساعت 10:21

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لېجیان وایي هېواد یې افغانستان ته پنځه زره ټنه خوراکي توکي او بشردوستانه مرستې لېږي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لېجیان وایي هېواد یې افغانستان ته پنځه زره ټنه خوراکي توکي او بشردوستانه مرستې لېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لېجیان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، د ژمي په را رسېدو سره دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لړۍ پراخوي.

د هغه په وینا دوی به ډېر ژر ټولټال پنځه زره ټنه خوراکي توکي او نورې بشري مرستې افغانستان ته ولېږدوي.

نوموړي ویلي، چین له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د دې ملاتړي دي چې نور نړیوال بنسټونه هم له افغانستان سره مرستې وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې،  دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ به یې ډېر ژر افغانستان ته درې میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسین هم ولېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com