سور صلیب: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

2 قوس 1400 ساعت 13:28

د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیاتي مشر ډامینیک سټېل د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.


د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیاتي مشر ډامینیک سټېل د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت په ځانګړي ډول په اقتصادي حالت او بشري مرستو خبرې کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر ډاډ ورکړ، چې له افغانستان به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، دوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې کمېټې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او هڅه کوي خپلې بشردوستانه مرستې لا ډېرې کړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي تمه لري چې وکړی شي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې اړینه همکاري ولري.

په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر هم د سره صلیب له مرستو مننه کړې او د دې مرستو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com