ننګرهار کې ۱۰۰ تنه داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي

3 قوس 1400 ساعت 8:48

سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې کابو ۱۰۰ تنه داعشیان د قومي مشرانو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.


سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې کابو ۱۰۰ تنه داعشیان د قومي مشرانو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیز ویلي، دغه شمېر داعشیان پرون سه شنبې د لیندۍ ۲ مه جلال آباد کې تسلیم شول.

نوموړي ویلي، دا وسله وال د ځايي مخورو په منځګړیتوب وروته تسلیم شوي او د وسله وال فعالیت د نه دوام ژمنه یې کړې ده.

د ننګرهار د استخباراتو رییس په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ننګرهار کې د داعشیانو د تسلیمېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو څو ورځې وړاندې داعش ډلې په ننګرهار کې فعالیت پیل کړ.

داعش ډلې د دغه تسلیم شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com