پاکستان لا هم هند ته افغانستان ته د غتم د لېږد اجازه نه ده ورکړې

3 قوس 1400 ساعت 8:53

سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ډېر ژر به هند ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته مرسته شوي غنم ورسوي، خو هندي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړي.


سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ډېر ژر به هند ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته مرسته شوي غنم ورسوي، خو هندي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو په ټینګار سره ویلي، له پراخو هڅو سره سره پاکستان اجازه نه ورکوي، چې د هند زرګونه ټنه غنم د پاکستان له خاورې تېر او افغانستان ته ورسول شي.

د هندي چارواکو په وینا پاکستان ته په کار ده چې له سیاسي مسایلو ورهاخوا له عامو افغانانو سره دې د مرستو پروسه نه زیانمنوي.

د یادونې ده، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې وړاندې ویلي وو، ډېر ژر به هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسول شي او د دې چارې لپاره یوې تګلارې باندې کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com