امریکا راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره دوحه کې نوې خپرې پيلوي

3 قوس 1400 ساعت 9:16

ټاکل شوې راتلوونکې اوونۍ د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پیل شي.


ټاکل شوې راتلوونکې اوونۍ د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې او ویلي یې دي، چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره به د دوه اوونیو لپاره مذاکرات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، په دغه پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې به پر بېلا بېلو مسایلو خبرې اترې وشي.

نوموړي زیاته کړې، تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو او هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ته ورته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به بحثونه کېږي.

ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړي او د امریکا له ځانګړي استازي سره به یو امریکايي پلاوی هم مل وي چې په دې مذاکراتو کې به برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com