د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راځي

3 قوس 1400 ساعت 10:41

راپورونه وايي، ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.


راپورونه وايي، ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د یوسف د سفر پرېکړه لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه کې شوې ده.

پاکستاني رسنیو د یوسف د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا او په افغانستان کې د عاجلو مرستو د برخو د معلومولو په اړه خبرې ښودلې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com