د ملا محمد عمر اخند ورور:

که نړۍ له موږ سره تعامل غواړي په رسمیت مو د وپېژني

3 قوس 1400 ساعت 12:05

د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ورور او د نوي حکومت د ټولګټو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وايي، که نړۍ له طالبانو سره تعامل غواړي، نو په رسمیت یې د وپېژني.


د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ورور او د نوي حکومت د ټولګټو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وايي، که نړۍ له طالبانو سره تعامل غواړي، نو په رسمیت یې د وپېژني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمري دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړي، چې په افغانستان کې اوس هغومره ستونزې نشته لکه نړیوال چې تبلیغ او اندېښنه ورته کوي.

نوموړي پر نړیوالو نیوکه کړې، چې په افغانستان کې له ستونزو یادونه کوي او تبلیغ کوي، خو د حل لپاره یې تر اوسه پورې کوم کار نه دی کړی.

دغه طالب چارواکي ټینګار کوي، نړۍ چې د طالبانو د دولت په اړه کوم دریځ اوس نیولی دا د افغانستان په اړه بې مخینې دی او پایله به ونه لري.

ښاغلي عمري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه دوی په رسمیت نه دي پېژندل شوي، ویلي د طالبانو دولت هغه څه چې لازم و ټول تر سره کړي، خو نړیوال د رسمیت پېژندنې په برخه کې دوګونی چلند کوي.

عمري ویلي«کله چې نړۍ زموږ دولت ته اړتیا لري او وايي، موږ له تاسو سره په تعامل کې یو، خو پر عکس کله چې طالبان غواړي له نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي، ځواب یې دا وي، چې موږ تر اوسه تاسو په رسمیت نه پېژنو نو ځکه موږ هم غواړو، چې د رسمیت پېژندنې په شرط له نړیوالو سره تعامل ولرو.»
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144963

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144963/

جمهور
  https://www.jomhornews.com