په لسو نورو ولایتونو کې به هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شي

3 قوس 1400 ساعت 13:51

 کورنیو چارو وزارت وایي، سر له سبا څخه به د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورت ورکړې بهیر پیل شي.


 کورنیو چارو وزارت وایي، سر له سبا څخه به د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورت ورکړې بهیر پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند سعید خوستی وايي، د دغه وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست په سپارښتنه به سر له سبا څخه په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

نوموړي ویلي، دا چاره یې د هېوادوالو د هوساینې لپاره کړې ده څو وکولی شي په اسانۍ سره په خپلو ولایتونو کې پاسپورټ واخلي.

ښاغلي خوستي، په کابل کې د پاسپورت د وېش درېدلې پروسې په اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې دغه وزارت خبر ورکړی و چې په کابل پاسپورت ریاست کې رامنځته شوې تنخنیکي ستونزه په اوارېدو ده او ژر به په کابل کې هم د پاسپورتونو د وېش پروسه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com