جاپان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

3 قوس 1400 ساعت 14:17

د اسلامي امارت له چارواکو سره د جاپاني دیپلوماتونو تر کتنې وروسته داسې راپورونه ورکول کېږي، چې دغه هېواد هم په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو لپاره تابیا نیسي.


د اسلامي امارت له چارواکو سره د جاپاني دیپلوماتونو تر کتنې وروسته داسې راپورونه ورکول کېږي، چې دغه هېواد هم په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو لپاره تابیا نیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، جاپاني ديپلوماتانو ټینګار وکړ، چې خپل سفارت به بېرته په کابل کې پرانیزي.

دی وايي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او ددې اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

جاپاني لوري دغه راز له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه هم کړې ده.

تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو خپل سفارت په کابل کې پرانیست او سعودي عربستان هم ژمنه کړې چې خپل سفارت به ډېر ژر بېرته په کابل کې پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144972

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com