سیګار: د افغانستان اقتصادي وضحیت مخ په خرابېدو دی

6 قوس 1400 ساعت 8:36

د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصاد له سترو ننګونو سره مخ دی.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصاد له سترو ننګونو سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار زیاته کړې، چې د مخکني افغان حکومت وخت کې هم اقتصادي ستونزې وې، خو د طالبانو په واکمنېدو سره نور هم خراب شوی دی.

د دې تر څنګ سیکار د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو عامل دا هم ښودلي، چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان سره مالي مرستو سره تړلي‌ دي.

سیګار ټینګار کړي، چې د افغانستان اقتصاد روان ساتل د طالبانو لپاره ستونزمن کار دی.

د سیګار په راپور کې راغلي، له طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه چې د افغانستان کورنی اقتصاد دومره نه وو چې بهر ته دې په زیاته کچه صادرات ولري.

راپور وايي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه اقتصاد غېر رسمي دی چې حکومت ته ترې ماليه نه ورځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com