نن په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ بیا مذاکرات پیلېږي

6 قوس 1400 ساعت 8:43

ټاکل شوې نن د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو د استازو تر منځ د دوحې تړون د عملي کېدو په اړه له سره مذاکرات پیل شي.


ټاکل شوې نن د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو د استازو تر منځ د دوحې تړون د عملي کېدو په اړه له سره مذاکرات پیل شي.

راپورونه وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به نن د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د بشپړو خبرو لړۍ پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس ژمنه کړې چې د افغانستان په قلمرو کې به تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

اسلامي امارت هم وړاندې د دغه خبرو د بیا پیل هرکلی کړی و ویلي یې و، چې د دوی د خبرو لومړیتوب به د افغانستان د کنګل شوې پانګې خلاصول وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145016

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com