له تاجکستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل شو

6 قوس 1400 ساعت 10:25

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له تاجکستان یې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل کړی دی.


د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له تاجکستان یې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په تاجکستان کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو ویلي ، پرون د دې بنسټ اووه لارۍ خوراکي توکي د افغانستان پر لور روان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، له دې وروسته د تاجکستان له خاورې افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد په موخه کار واخیستل شي.

تاجکستاني چارواکو هم ویلي چې دوی له نړیوالو بنسټونو سره افغانستان ته د خوراکي توکو او بشردوستانه مرستو د لېږد په برخه کې همکاري کوي او دا د دې همکاریو د لړۍ پيل دی.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو، له تاجکستان سره یې خبرې پيل کړې څو بشردوستانه مرستې له دې لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

نړیوال بنسټونه وايي، د بشردوستانه مرستو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ د ترانزیتي لارو تړل کېدل او په هوايي ډګرونو کې ستونزې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com