د بایډن د ناکام سیاست له امله نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري

6 قوس 1400 ساعت 10:30

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر ولسمشر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.


د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر ولسمشر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی.

هغه وایي په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نو واکسن پر وخت و وېشل شول، نه اقتصادي هڅې پياوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی.

ټرمپ ویلي، که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځي نو له بایډن ټاکنې ګټلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com