د سعودي د استخباراتو پخوانی رییس:

پر طالبانو باید اول فشار راوستل شي، بیا په رسمیت وپېژندل شي

6 قوس 1400 ساعت 11:28

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل وايي، طالبان باید لومړی د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او بیا په رسمیت وپېژندل شي.


د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل وايي، طالبان باید لومړی د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او بیا په رسمیت وپېژندل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الفیصل دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه مخ وانه ړوي.

ده ویلي، نړیوال باید پر دې تمرکز وکړي څو طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو، د بشري او ښځینه حقونو تضمینولو او دغه راز له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د نه استفادې تضمین ورکړي.

دی وايي، سعودي عربستان هم په دې برخه کې خپل رول غواړي ترسره او طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته وهڅوي.

دغه پخواني استخباراتي چارواکي زیاته کړې، هېواد یې په افغانستان کې د امریکا بدیل نه شي کېدای او هغه مرستې چې نوموړي هېواد کولې، دوی یې د ترسره کولو جوګه نه دي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145033

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com