اسلامي امارت د هند، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته غبرګون ښودلی

6 قوس 1400 ساعت 13:27

د افغانستان اسلامي امارت د هند، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، چې دوی د ملګرو ملتونو غوښتنو ته درناوی لري او مشروع غوښتنې یې تاییدوي.


د افغانستان اسلامي امارت د هند، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، چې دوی د ملګرو ملتونو غوښتنو ته درناوی لري او مشروع غوښتنې یې تاییدوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د ملګرو ملتونو ټولو هغو غوښتنو ته درناوی لري او د تایید وړ یې دي چې د اسلامي شریعت له قوانینو سره په ټکر کې نه وي.

ښاغلي مجاهد د افغانستان په بیا رغونه او دغه راز د بشري مرستو په برخه کې روسیه، چین او هند مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې یاد هېوادونه باید له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د چین، روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې جمعې په ورځ په یوه انلاین ناسته کې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې له افغان خاورې څخه بهرنیو هېوادونو ته د ګواښونو د مخنیوي، د بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته د بشپړ درناوي په برخه کې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته پوره درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com