د کډوالو نړیوال سازمان:

په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه منو

7 قوس 1400 ساعت 9:24

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه مني.


د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه مني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د دغه ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوي.

دغه سازمان ویلي، دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایش او مداخله کېدای شي دا بهیر زیانمن کړي.

سرچینې ټینګار کړي، چې له همدې امله پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا نه دي ویلي چې څوک یې په چارو کې مداخله کوي خو وایي دوی هڅه کوي تر اړمنو کسانو خپلې مرستې ورسوي او دا یې مهمه موخه ده.

یادې ادارې ویلي د مرستو د ډېرولو او پراختیا تکل لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com