اروپايي ټولنه:

افغانستان کې د اقتصادي بحران مخنیوی باید وشي

7 قوس 1400 ساعت 9:34

د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون درلاین وايي، په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي اړین دی.


د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون درلاین وايي، په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي اړین دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړې ټینګار کړي، چې اروپايي ټولنه به په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.

مېرمن درلاین وايي، که څه هم دوی به په افغانستان کې رامنځته شوی نظام په رسمیت ونه پېژني، خو د بشري بحران مخنیوي برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د اروپایي ټولنې او امریکایي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

د دوی د مذاکراتو اجنډا د افغانستان د ملي پانګې خلاصون، د اقتصادي بحران مخنیوی او افغانستان ته د بشري مرستو دوام بلل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com