ملا عبدالسلام حنفي: د پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه دې خلاص شي

7 قوس 1400 ساعت 13:18

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي مرکزي بانک ته امر کړی، چې د مخکني حکومت د چارواکو بانکي حسابونه بېرته پرانیزي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي مرکزي بانک ته امر کړی، چې د مخکني حکومت د چارواکو بانکي حسابونه بېرته پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي په همدې تړوا مرکزي بانک ته یو مکتوب لېږلی او په کې ویلي یې دي، چې د هغه پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه پرانیزي، چې له افغانستانه وتلي نه دي.

همدارنګه په مکتوب کې ویل شوي هغه چارواکي، چې له هېواده وتلي او به رسمي ډول یې خپل مسوولیت نوي دولت ته نه دی سپارلی حسابونه یې د همداسې تړلي وي.

په دې مکتوب کې زیاته شوې، هغه پخواني چارواکي، چې اوس په هېواد کې دي او له دولت سره کار کوي، د اړوند ادارې د سرپرست له تایید وروسته دې ورته بانکي حسابونه بېرته پرانستل شي او معاشونه د ورکړل شي.

دغه راز په مکتوب کې ویل شوي هغه مخکني چارواکي، چې له دولت سره کار نه کوي، خو په افغانستان کې دي، د هغو بانکي حسابونه دې هم خوشي کړل شي.

د یادونې ده، چې واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان نوي حکومت د مخکني حکومت د چارواکو بانکي حسابونه له یوې مخې وتړل.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 145070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com