ملګري ملتونه:

راتلونکو میاشتو کې به افغانستان بشري وضعیت نور هم ترینګلی شي

7 قوس 1400 ساعت 13:40

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې چارواکو خبرداری ورکړي، چې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې چارواکو خبرداری ورکړي، چې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې د وچکالۍ او جګړو له امله په وروستیو کې د افغانستان کرنیزه برخه سختمه زیانمنه شوې ده.

د دوی په وینا د افغانستان ستره برخه ورځنۍ اړتیاوې د کروندو او زراعت له لارې تامینيږي خو وروستیو وچکالیو او جګړو دا برخه زیانمنه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت تر دې هم ترینګلی کېدلی شي او وضعیت ورو ورو یوې بشري فاجعې ته نږدې کېږي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې پراخې شي او پر ملاتړو هېوادونو یې غږ کړی چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com