کورنیو چارو وزارت: په پولو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کوو

7 قوس 1400 ساعت 13:47

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغان پولو په اوږدو کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد وزارت د سرحدي ځواکونو عمومي رییس شېر محمد شریف د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې دي.

ښاغلي شریف زیاته کړې، چې اسلامي امارت د پولو امنیت ته ژمن دی او په پوره مېړانه به له خپلې خاورې څخه ساتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته داسې راپورونه ورکول شوي دي چې ایراني او پاکستاني پوځیان له خپلو پخوانیو ځایونو څخه افغان خاورې ته را وړاندې شوي دي.

خو افغانستان د اسلامي امارت دا خبر په کلکه رد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com