اروپايي ټولنه:

د بشري مرستو په خاطر به افغانستان کې د خپل دفتر فعالیت ته دوام ورکړو

8 قوس 1400 ساعت 10:02

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکالسن او ورسره پلاوي ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د بشري مرستو په خاطر د خپل دفتر فعالیت ته دوام ورکړي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکالسن او ورسره پلاوي ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د بشري مرستو په خاطر د خپل دفتر فعالیت ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نکالسن او ورسره پلاوي دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره پلاوي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي د اروپايي ټولنې له استازي او ورسره پلاوي سره د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ مفصلې خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا دواړو لورو په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلو خوندي لارو او مرستو په هکله بحثونه او وضاحتونه وکړل.

په دغه خبرو کې د اروپايي ټولنې پلاوي ټینګار کړي، چې د افغانستان له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي او د همدې هدف لپاره یې په کابل کې خپل بشري دفتر د موجوديت د دوام په اړه خبر ورکړ.

په ورته وخت کې افغان لوري د امنیت په برخه کې اروپايي ټولنې ته ډاډ ورکړی او ترې غوښتي یې دي، چې بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بيل وساتل شي او د فشارونو پر ځای بايد د همکاريو له لاري پرمختګ وشي.

د یادونې ده، چې د ناستو په ورستۍ برخه کي دري اړخیزه ( افغانستان، قطر ارپایې ټولنه) ګډه ناسته هم تر سره شوه.

طرفونو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145105

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145105/

جمهور
  https://www.jomhornews.com