متقي د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر سره لیدلي

8 قوس 1400 ساعت 10:12

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر مارټن لونګډن سره کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر مارټن لونګډن سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ دغه لیدنه په دوحه کې شوې او د افغانستان بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو باندي يې خبرې  وکړې.

افغان لوري د امنيت ډاډ ورکړ او ویې ويل چې د افغانستان له نړیوالو سره مثبت اړیکي غواړي او همدارنګ غوښتنه وشوه چې د روغتیا په برخه کې بايد شفافې او عاجلې مرستي وشې.

په پاي کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې داسې خبرو اترو ته به دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com