د ایکو سازمان غړي هېوادونه: له افغانستان سره باید مرستې وشي

8 قوس 1400 ساعت 10:55

د ایکو سازمان غړو هېوادونو په ۱۵ مه کلنۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی، که له دغه هېواد سره مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.


د ایکو سازمان غړو هېوادونو په ۱۵ مه کلنۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی، که له دغه هېواد سره مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایکو سازمان غونډه پرون یکشنبې د لیندۍ ۷ مه د ترکمستان په کوربتوب تر سره شوه چې په کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

دوی په دغه ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې او ډاډ یې څرګند کړي، چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

د ایکو سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې نړیوال هم باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و.

د ایران ولسمشر ویلي، افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

ترکیه بیا ویلي، له افغانستان د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې توګه د کډوالۍ روانه څپه ودروي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي که له دغه هېواد سره مرسته ونه شي، نو د ژمي په رارسېدو سره به دغلته یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com