ملګري ملتونه: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

8 قوس 1400 ساعت 11:01

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې له افغانانو سره د مرستې لپاره د دوی هڅې دوام لري.


د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې له افغانانو سره د مرستې لپاره د دوی هڅې دوام لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د دایمي اقتصادي ودې لپاره د دوی همکارۍ هم دوام لري.

د سرچینې په خبره دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې له بېځایه شوو سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ دوی ته د دایمي اقتصادي ودې په برخه کې اړینې مرستې ورسوي او داسې لارې چارې ورسره شریکې کړي چې وکړی شي د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د دې تر څنګ په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو د کندهار له والي سره کتلي دي او هلته یې ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیايي سکتور اړتیاوې به پوره کوي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ژمنې کړې دي او ټينګار کوي چې هڅه کوي افغانان له اوسني ناورین وژغوري.

ملګري ملتونه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه ایکو سازمان غړو هېوادونو هم خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ونه شي، نو دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.

دوی ویلي، د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دوی چمتو دي، چې له افغانستان سره مرستې وکړي او له نړیوالو هم غواړي، چې له دې هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com