د امریکا د کانګرس غړی:

​​​​​​​بایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل، باید واک پرېږدي

8 قوس 1400 ساعت 11:10

د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل او باید نور له واک سره مخه ښه وکړي.


د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل او باید نور له واک سره مخه ښه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي، بایډن د خپل واک په موده کې امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي دي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، د دې وخت دی چې بایډن واک پرېږدي او په امریکا کې رامنځ ته کړی وضعیت پای ته ورسوي.

دی وايي، د افغانستان په اړه د بايډن عجولانه او بې فکره پرېکړه، په دغه هېواد کې د امریکايي وګړو پاتې کېدل او پر افغانانو د اوسني وضعیت راتګ هم هغه څه دي چې د امریکایانو او افغانانو لپاره یې ناورین زېږولی دی.

دغه امریکايي استازي له امریکايي وګړو هم غوښتي چې د بایډن د واک ختمولو لپاره لاس په کار شي او هغه نور له سپینې ماڼۍ خپل کور ته ولېږي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو امریکايي استازو، سیاسیون او ان مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار پر بایډن نیوکه کړې، چې د اوسنیو ستونزو لامل بایډن دی.

ټرمپ خو لا دا هم ویلي، چې بایډن له افغانستان د سرتېرو ایستلو په دغه ډول سره په نړۍ کې د امریکا حیثیت له صفر سره ضرب کړ او اوس څوک له امریکا وېره نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 145113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com