اروپايي ټولنه:

طالبانو د هوايي ډګرونو په فعال ساتلو کې رانه مرسته وغوښته

8 قوس 1400 ساعت 14:26

اروپايي ټولنې ویلي، د طالبانو لوړ پوړي پلاوی دوحه کې له دوی غوښتي، چې د هوايي ډګرونو په فعال ساتونو کې ورسره همکاري وکړي.


اروپايي ټولنې ویلي، د طالبانو لوړ پوړي پلاوی دوحه کې له دوی غوښتي، چې د هوايي ډګرونو په فعال ساتونو کې ورسره همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۷ مه په یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله جدي اندېښنه وښوده.

په اعلامیه کې ویل شوي، په دوحه د طالبانو جګپوړو چارواکو د هوایي ډګرونو په فعال ساتلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

په ورته وخت اعلامیه وايي، د طالبانو سره مذاکرات د هغوي د موقتي حکومت په رسمیت پیژندلو معنی نه لري خو زیاتوي چې دا کار د اروپا او افغان ولس د ګټې په خاطر کیږي.

په خبرو کې د طالبانو د هیت مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوله.

 طالبانو د حکومت د کورنیو چارو، پوهنې او روغتیا سرپرست وزیرانو تر څنګ د مرکزي بانک سرپرست مشر او د بهرنیو چارو، مالیې، کورنیو چارو او استخباراتو د ریاست چارواکو برخه درلوده.

د اروپایې اتحادیې د هیت مشري بیا د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي ټامس نیکلسن کوله خو   بشري مرستو، نړیوالې همکارۍ او مهاجرت د چارو استازو هم په خبرو اترو کې برخه درلوده.

سرچینه وايي، طالبانو ژمنه کړې چې د عمومي عفوې په هکله پخپلو ژمنو وفا کوي او هم یې ویلي چې هغو افغانانو او بهرنیانو ته چې غواړي افغانستان پریږدي، د وتلو اجازه ورکوي.

طالبانو د دې کار د کیدو لپآره د هوایي ډګرونو په فعال ساتلو کې د اروپایي اتحادیې نه د مرستې غوښتنه کړې.

اروپایي اتحادیې د ټولشموله حکومت جوړیدو، دیموکراسۍ ملاتړ، نجونو ته د تعلیم د لاسرسي او افغانستان دیته نه پرېښول چې د هغو ډلو په اډې بدل شي چې د نورو د امنیت ترې وګواښل شي په طالبانو فشار اچولی.

اعلامیه وايي، که طالبان د اروپایي اتحادیې شرطونه ومني، د افغانستان د نوي حکومت سره لا ډیرې مالي مراستې وشي چې خیر به یې په مستقیمه توګه افغان ولس ته ورسیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com