طالبان او امریکایان نن خبرو ته کېني

8 قوس 1400 ساعت 14:40

ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي له امریکايي استازو سره دوحه کې له سره مذاکرات پیل کړي.


ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي له امریکايي استازو سره دوحه کې له سره مذاکرات پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مذاکرات به نن دوشنبې د لیندۍ ۸ مه پیل شي او دوه اوونۍ به دوام وکړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د دغه خبر پخلی کړی ویلي یې دي، چې دې مذاکراتو کې به د دواړو خواوو په غوښتنو او اندېښنو ژور بحثونه وشي.

له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لومړیتوب د هغه بانکي زېرمې د خلاصېدو غوښتنه ده چې د دوی له واکمنۍ سره سم، متحده ایالاتو کنګل کړه.

د دې تر خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د بحث وړ موضوعاتو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پلاوي مشري کوي او د امریکا له لوري بیا د افغانستان له پاره د دوی ځانګړی استازی توماس وېسټ د مذاکراتو مشري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com