دوه ماشومان له انسان تښتونکو ژغورل شوي دي

9 قوس 1400 ساعت 10:00

پکتیکا او اروزګان ولایت کې دوه ماشومان له انسان تښتونکو ژغورل شوي او دغه راز نیمروز کې د نشه يي توکو ۱۳ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.


پکتیکا او اروزګان ولایت کې دوه ماشومان له انسان تښتونکو ژغورل شوي او دغه راز نیمروز کې د نشه يي توکو ۱۳ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پکتیکا کې د نیول شوي کس په اړه ویل کېږي، چې له غزني یې یو ماشوم تښتولی و او د خوشي کېدو په بدل کې یې له کورنۍ ۵۰ زره ډالر غوښتي وو.

خو ځايي امنیتي ځواکونو دغه انسان تښتونکی پکتیکا کې له تښتول شوي ماشوم، یوه اندازه پیسو او نشه يي توکو سره یو ځای ونیوه.

بل خوا د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم یو ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو امنیتي ځواکونو را خوشی کړی او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

له دې سره تر څنګ د نیمروز د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، پرون یې په زرنج ښار کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

همدا رنګه، ‏د کابل د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې د اتلسمې حوزې په مربوطاتو کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو څښونکي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 


د مطلب کود: 145146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com