د سپټمبر د ۱۱ مې قربانیان:

د افغانستان کنګل شوې پیسې موږ ته په تاوان کې راکړۍ

9 قوس 1400 ساعت 10:18

امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي، د افغانستان کنګل شوې پیسې باید دوی ته په تاوان کې ورکړل شي.


امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي، د افغانستان کنګل شوې پیسې باید دوی ته په تاوان کې ورکړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د دغه پېښې د ۱۵۰ قربانیانو کورنۍ ښايي د راتلونکې جمعې په ورځ دغه غوښتنه د امریکا د فدرالي محکمې څخه وکړي.

دوی په اصل کې له طالبانو د تاوان غوښتونکي دي، ځکه وايي، طالبانو القاعدې ډلې سره د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په تنظیم او ترسره کولو کې همکاري کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي،د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د زېرمه شویو کنګلي بانکي زېرمو کچه څه باندې ۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

له دې پیسو څخه ۷ میلیارده ډالره یې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې قرباني شوې کورنۍ غواړي او یوه نوره اندازه پیسې یې په کابل کې د طالبانو د برید پر مهال د یو شمېر وژل شویو امریکایانو کورنۍ په خپل تاوان کې غواړي.

 معلومه نه ده، چې د امریکا محکمه او دولت به په دې اړه څه ډول پریکړه کوي؟

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145150

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145150/

جمهور
  https://www.jomhornews.com