اروپايي ټولنه: طالبانو ته مو د مرستو لپاره خپل شرطونه واضح کړل

9 قوس 1400 ساعت 10:23

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون وايي، اروپايي ټولنې افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون وايي، اروپايي ټولنې افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي، په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوري ته یې د خپلو مرستو لپاره شرایط واضح کړي او دغه ډلې هم ژمنه کړې چې عملي کوي یې.

د توماس په خبره اروپايي ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، بشري حقونو ته درناوی وشي، ټول اړخونه دې په حکومت کې ګډ وي، د قومي اختلافونو مخنیوی دې وشي او تر څنګ یې دې د پیاوړي حکومت لپاره مسلکي او وړ کسان په اداراتو کې ځای پر ځای شي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو چې له اروپايي ټولنې سره یې خبرې ګټورې وې او ښې پایلې به ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com