نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو ۵۰۰ میلیون ډالر ازادوي

9 قوس 1400 ساعت 10:38

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې نړیوال بانک د افغانستان د یوې برخې شتمنۍ پر ازادولو بحثونه کوي.


رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې نړیوال بانک د افغانستان د یوې برخې شتمنۍ پر ازادولو بحثونه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، نړیوال بانک له امریکا سره تر مشورو وروسته نن سه شنبې د لیندۍ ۹مه  پر دې بحث کوي چې د افغانستان یوه برخه شتمني د بشردوستانه مرستو او همکاریو لپاره ازاده کړي کنه.

راپور کې ویل شوي نړیوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د کنګل شوو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له صندوق بشري ادارو ته ولېږدوي او له هغه وروسته به پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.

د نړیوال بانک چارواکو ویلي، سره له دې چې په دې تړاو یې له امریکا سره مشورې کړې دي، خو لا هم دا پروسه پېچلې ده او که د دوی پرېکړه نهايي شي نو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کنګل شوې شتمني به ازاده کړل شي.

سرچینې ټینګار کړي، چې د پیسو له آزادېدو وروسته به هغه د بیا رغونې پر ځای پر بشري مرستو لګول کېږي.

وروسته له هغه چې طا لبان په کابل کې واکمن شول، امریکا پرېکړه وکړه چې د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړي، له دې شتمنۍ ډېره برخه یې په نړیوال بانک کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com