ټاکل شوې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه بروکسل کې پیلېږي، چې په کې به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې وړاندې خبریالانو ته ویلي، چې غونډه به دوه ورځنۍ وي او افغانستان یې هم اجنډا کې شامل کړي.
سټولټنبرګ ویلي، غونډه کې به د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل د دوی لپاره خواشینوونکي دي خو تمه لري چې له دغه هېواد ترهګریز ګواښونه جوړ نه شي.
د ناټو سرمنشي ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې له خپل شل کلن حضور درسونه هم اخیستي دي او د ناټو لپاره سترې تجربې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل