۰
امریکا ته د پوتین پېغور:

د افغانستان پیسې پرېږدۍ، طالبان وسلې نه پرې اخلي، ډېر ورته پاتې دي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۰
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په لوېدیځو بانکونو په ځانګړې ډول پر امریکا غږ کړي، چې د افغانستان کنګل کړې پاڼه آزاده کړي.
د افغانستان پیسې پرېږدۍ، طالبان وسلې نه پرې اخلي، ډېر ورته پاتې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په لوېدیځو بانکونو په ځانګړې ډول پر امریکا غږ کړي، چې د افغانستان کنګل کړې پاڼه آزاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین په روسیه کې د پانګونې یوه فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، امریکا او لوېدیځ بانکونه باید د بشري اړتیاو په خاطر د افغانستان کنګل کړې پیسې خوشې کړي.

پوتین ټینګار کړي، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره اړينه ده چې لږترلږه په لوېديځو بانکونو په ځانګړې توګه امريکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازده کړل شي.

ده ویلي«دا اړينه ده چې شتمني له کنګل وايستل شي ترڅو خلکو ته د بنسټيزو ستونزو د هواري فرصت ورکړل شي، د روغتيايي تجهيزاتو پېرودلو، درمل، د ماشومانو ملاتړ لپاره وکارول شي، دا شونې ده. دا پيسې به د وسلو پر اخيستلو نه لګول کېږي، طالبان وسلو ته اړتيا نه لري، طالبان د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې لري، چې هلته پرتې دي.»

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې افغان طالبانو په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره کتلي دي او طالبان وايي په دې ناسته کې يې له امريکا غوښتي چې په سملاسي توګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

څو ورځې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان ويلي وو چې پر افغانستان دې هغه اقتصادي بنديزونه سملاسي ختم کړل شي چې په دې هېواد کې يې د روغتيا، خوړو رسولو او نورو بنسټيزو خدمتونو مخه نيولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي