امریکايي سناتوران: بایډن دې د ایستل شویو افغانانو برخلیک معلوم کړي

10 قوس 1400 ساعت 10:05

امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې د ایستل شویو افغانانو لپاره دې خپله طرحه ژر تر ژره وړاندې کړي.


امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې د ایستل شویو افغانانو لپاره دې خپله طرحه ژر تر ژره وړاندې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سناتورانو په لیک کې ټینګار کړي، چې بایډن باید د تخلیې ماموریت او ایستل شوو افغانانو برخلیک روښانه کړي او په دې تړاو دې ژر تر ژره خپله طرحه له دوی سره شریکه کړي.

دوی وايي، لا هم په افغانستان کې ګڼ امریکايي وګړي حضور لري او تر څنګ یې زرګونه داسې کسان شته چې په دغه هېواد کې د خطر احساس کوي او د بایډن مسوولیت دی چې دوی ته ځواب و وايي.

د سناتورانو په وینا له میاشتو راهیسې زرګونه افغانان په امریکايي کمپونو کې پراته دي او بايډن ته په کار ده چې د دوی برخلیک او راتلونکې هم روښانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com