۰

امریکا: طالبان دې د ټولو شموله حکومت لپاره نورې هڅې هم وکړي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې په افغانستان کې د ټولو شموله حکومت جوړولو لپاره نورې هڅې هم وکړي.
امریکا: طالبان دې د ټولو شموله حکومت لپاره نورې هڅې هم وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې په افغانستان کې د ټولو شموله حکومت جوړولو لپاره نورې هڅې هم وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې طالبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي.

د وزارت ویاند نېډ پرایس په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه اندېښمنوونکي بولي او وایي طا لبانو ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړي.

د هغه په وینا د دوی محدودیتونه او بندیزونه هېڅ وخت ددې لامل نه کېږي چې افغانان له بشري حقونو محروم شي او یا دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ونه رسېږي.

نوموړي ټینګار کړي، چې نړیوال کولی شي له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی بشري ناورین کنټرول کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طا لبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیل شوی دی او افغان لوری وایي چې خبرې او مذاکرات تر دې دمه ګټوردي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي