سعودي عربستان هم کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست

10 قوس 1400 ساعت 10:31

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیست او پر فعالیت یې پیل وکړ.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیست او پر فعالیت یې پیل وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي، پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه د سعودي عربستان ۱۴ کسیزه پلاوی کابل ته راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پرسونل په خپل سفارت کې قونسلي خدمات افغان ولس ته پیل کړ او سفارت یې پرانسته.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د سعودي عربستان د دغه نېک اقدام هرکلی کوي او د ښو اړیکو پیلامه یې بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 145200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com