د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر سره لیدلي دي

10 قوس 1400 ساعت 10:43

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره دوحه کې کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره دوحه کې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه دوحه کې شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند بلخي وايي، د جاپان سفیر کابل ته د خپل وروستي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او دا سفر یې ګټور وباله.

د هغه په وینا ښاغلي اوکادا ډاډ ورکړ، چې جاپان د افغانانو تر څنګ ولاړی دی او له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز پدې کتنه کې د افغانستان په روان اقتصادي او بشري وضعیت، د جاپان د اقتصادي همکاریو او د اړیکو په دوام او غښتلتیا تاکید وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 145204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com