د برېتانیا د استخباراتو رییس:

د افغانستان د مخکني حکومت سقوط استخباراتي تېروتنه نه وه

10 قوس 1400 ساعت 11:02

د بریټانیا د استخباراتي ادارې (MI6) رییس ریچارډ مور وايي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام سقوط یوه استخباراتي تېروتنه نه وه.


د بریټانیا د استخباراتي ادارې (MI6) رییس ریچارډ مور وايي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام سقوط یوه استخباراتي تېروتنه نه وه.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ریچارډ مور په یوه تازه مرکه کې ویلي، حتی که د طالبانو د رهبري کوم غړی هم د دوی جاسوس وای نو د افغانستان د نظام د سقوط وړاندوینه یې نه شوه کولی.

ځکه په وینا یې دا هر څه په ډېر سرعت رامنځته شول ان تر دې چې حتی د طالبانو خپله رهبري هم نه پوهېده چې دومره ژر به هر څه ۱۸۰ درجې تغیر کوي.

مور وايي، که څه هم دوی د افغانستان د تېر نظام د سقوط وړاندوینه کړې وه خو په دومره سرعت یې د ورته نتیجې تمه نه لرله.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بریتانیا د افغانستان د تېر نظام د سقوط پړه پر امریکا اچولې او زیاته کړې یې وه چې د دوی د استخباراتي محاسبو غلطي د ورته نتیجې لامل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com