نړیوال بانک د افغانستان ۲۸۰ میلیون ډالرو په ازادولو هوکړه کړې

11 قوس 1400 ساعت 8:00

راپورونه وايي، نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې ۱۰ میلیارد ډالر پانګې څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو په خوشي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.


راپورونه وايي، نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې ۱۰ میلیارد ډالر پانګې څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو په خوشي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د یاد بانک د دوه سرچینو له قوله ویلي، چې دغه پیسې به د خوړولو نړیوال سازمان او یونیسف ته په واک کې ورکړل شي.

د سرچینې په وینا دغه ادارې به یاد پیسې د افغانستان د ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ راپورونو کې ویل کېدل، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان له کنګل شویو پیسو د ۵۰۰ میلیون ډالرو په آزادو بحث کوي او ښايي آزادې یې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com