د بهرنیو چارو وزارت، هڅه کوو په سرحدی سیمو کې د نښتو مخنوی وکړو

11 قوس 1400 ساعت 9:12

د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو تر منځ له لنډې نښتې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سرحدي سیمو کې د نښتو مخنیوی کېږي.


د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو تر منځ له لنډې نښتې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سرحدي سیمو کې د نښتو مخنیوی کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه وزارت هڅه کوي، چې په سرحدي سیمو کې د نښتو او ناندریو مخه ونیسي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې له ایران سره پر پوله نښته د سرحدي چارواکو په مرسته پای ته رسېدلې او اسلامي امارت هڅه کوي چې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې پرون په نیمروز کې د افغان او ایراني عسکرو تر منځ په سرحدي سیمه کې نښته شوې وه.

د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې نښته کې هېڅ لوري ته تلفات نه دي اوښتي او نښته ختمه شوې ده.

حکومتي چارواکو د دې نښتې د اصلي لامل په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ایراني ځواکونه په هرات او نیمروز کې په ځينو سیمو کې افغان لوري ته مخ ته راغلي او هڅه کوي تاسیسات جوړ کړي.

ایران هم تر دې دمه د وروستۍ نښتې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com