خلیلزاد:

که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، ستره بیه به پرې کړي

11 قوس 1400 ساعت 9:18

د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې که چېرې افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي، چې له طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ولسمشر جوبایډن هم د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر نه غوښتل له افغانستانه د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړي.

خلیلزاد په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او ټینګار یې کړی، چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازینۍ لار له طالبانو سره تعامل دی او که داسې ونه شي نو تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com