ناټو: باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي 

11 قوس 1400 ساعت 9:51

د ناټو د بهرنیو چارو وزایران وایي، د تړون غړي هېوادونه باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ کړي.


د ناټو د بهرنیو چارو وزایران وایي، د تړون غړي هېوادونه باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د لاتویا مرکز ریګا کې د افغانستان له ۱۸ کلن ماموریته پر اخیستو درسو خبرې وکړې.

د ناټو له خبرپاڼې سره سم، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لپاره غونډه وکړه چې د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان د حکومت له پرځېدو وروسته د ناټو د تړون د عملیاتو پر پایلو او پر هغو درسونو خبرې وکړي چې دوی د افغانستان له مأموریت څخه ترلاسه کړي دي.

ناټو له افغانستانه د خلکو د ایستلو پر عملیاتو د خبرو په ترڅ کې په دې ټینګار وکړ چې باید د تړون د غړو هېوادونو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145235

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145235/

جمهور
  https://www.jomhornews.com