طالبانو د څوکۍ په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه غندلې

11 قوس 1400 ساعت 13:16

د افغانستان اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه د دغه سازمان د اعتبار کمېټې پرېکړه غندلې ده.


د افغانستان اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه د دغه سازمان د اعتبار کمېټې پرېکړه غندلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د اعتبار بښنې کمېټې پرون په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ په اړه ناسته درلوده او پرېکړه یې وکړه، چې په عمومي اسمبلۍ کې به د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو استازي ته نه سپارل کېږي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه پر اصولو او انصاف نه ده ولاړه، ځکه په وینا یې له افغانانو یې مشروع حق اخیستی.

نوموړي ویلي«د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي. دا پریکړه یې په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی.»

که طالبانو د ملګرو ملتونو دا پرېکړه غندلې خو د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلې ده.

صالح په یوه ټوېټ کې ویلي«'په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني استازو ته پاتې کېږي، موږ د اعتبار ورکولو ځانګړې کمېټې دا پرېکړه ستایو، هرکلی یې کوو او دا افغانستان ډېرو زخمونو ټکورولو پر لور یو ګام بولو.»

د یادونې ده چې وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي ‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145253

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145253/

جمهور
  https://www.jomhornews.com