۰
د ښځو د حقونو په اړه د اسلامي امارت د مشر ځانګړی فرمان:

هېڅوک په زور ښځې نه شي ودولی، ښځه مال نه دی اصلي او ازاد انسان دی

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبته الله اخندزاده وايي، ښه مال نه دی، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک نه شي کولۍ په جبر او اکراه سره هغوی پر نکاح کولو مجبورې کړي.
هېڅوک په زور ښځې نه شي ودولی، ښځه مال نه دی اصلي او ازاد انسان دی
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبته الله اخندزاده وايي، ښه مال نه دی، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک نه شي کولۍ په جبر او اکراه سره هغوی پر نکاح کولو مجبورې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه فرمان کې د اسلامي امارت د مشرتابه  مقام ټولو اړونده مسئولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ته هدایت ورکړل شوی، چې د ښځو د لاندې حقوقو د پرځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د فرمان په لومړۍ ماده کې ویل شوی، د نکاح پرمهال د بالغوښځو رضایت ضروری دی خو چې نکاح له کفو (سیال) سره وي، د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي.

دغه راز په همدې ماده کې دا هم ذکر شوې چې هېڅوک ښځې په جبر او اکراه سره پرنکاح کولو نشي مجبورولای.

د فرمان په دویمه ماده کې ویل شوي، ښځه مال نه بلکې اصیل او آزاد انسان دی، هېڅوک يې چاته د صلحې په بدل (بدو) کې نه شي ورکولای.

همدارنګه په درېیمه ماده کې راغلي، د مېړه له وفات وروسته، چې شرعي عدت (څلورمیاشتې او لس شپې یا وضع د حمل) تېر شي، کونډه ښځه نه لیور ځانته په زور نکاح کولای شي او نه بل څوک.

په فرمان کې ټينګار شوی، چې کونډه د نکاح کولو او د خپل راتلونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده، خو چې د کفو (سیال) اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي.

څلورمه ماده کې وايي،  له نوي خاوند څخه د مهر اخیستل د کونډې شرعي حق دی.

پنځمه ماده کې ویل شوي، ښځه د (وفات شوي) مېړه، اولاد، پلار او نورو خپلوانو په مالونو کې  په فرضیت او عصبیت سره د میراث حق او ثابت سهم لري، هېڅوک يې له خپل حق څخه نشي بې برخې کولای.

د فرمان شپږمه ماده کې ویل شوي، کوم څوک چې متعدد ودونه لري، مکلف دی چې ټولو ښځوته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ يې عدل وکړي.

د اسلامي امارت د مشر په فرمان کې راغلي، د پورته حکم د تعمیل او په ښه ډول تطبیق لپاره دې لاندې امارتي ارګانونه په خپله خپله برخه کې اقدامات ترسره کړي.

د حج او اوقافو وزارت ته حکم کېږي چې د ښځو د حقونو اړوند هدایاتو په هکله علماء کرام او خطیبان وهڅوي،  ترڅو د خپلو خطبو او موعظو له لارې خلک پوه کړي چې له ښځو سره ظلم کول او د هغوی حقوق نه ورکول د الله تعالی د نارضایتۍ او د هغه د عذاب او قهر سبب ګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې هم د خپلو وسائلو له لارې د ښځو د حقونو اړوند ترغیبي او ترهیبي ګټور مطالب په تحریري او صوتي بڼه په دوامداره توګه نشرته وسپاري، د ګټورو رسائلو تکثیر او اشاعت ته دې د فن او استعداد خاوندان وهڅوي، تر ممکنه بریده دې ځینې مهمې لنډې رسالې له خپلو وسائلو څخه په استفاده چاپوي، ترڅو د ښځو د شرعي حقوقو په هکله د علماء کرامو توجه جلب، پوهای عام او د روان ظلم مخنیوی اسانه شي.

د سترې محکمې عالي مقام دې ټولو محاکموته هدایات وکړي چې ترڅو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پرهغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې عفلت ونه کړي، ترڅو له ظلم څخه د خلاصون او د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولوپه برخه کې له مایوسۍ سره مخ نه شي.

والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي