امریکا د افغان کډوالو لپاره ۷ میلیارد ډالره بودجه ځانګړې کړې ده

13 قوس 1400 ساعت 9:14

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده.


د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.

په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي.

یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس تایید کړې ده.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com